ads

عبدالله د رڼو او په وخت ټاكنو پر ترسره كېدو ټينګار وكړ

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله پر رڼو او پر وخت ټاكنو په ټينګار سره وايي، رڼې او عادلانه ټاكنې ترسره كېدل د هېواد له ثبات سره مرسته كوي.
ده نن د وزيرانو شورا غونډې ته د وينا په مهال د ټاكنو له خپلواك كمېسيون څخه وغوښتل، چې راتلونكې ټاكنې په خپل وخت ترسره كړي.

نویسنده: mayar
23 غویی 1398

عبدالله د ټاكنيز كمپاين لپاره له دولتي امكاناتو د استفادې په برخه كې د جمهوري رياست ټاكنو د كانديدانو اندېښنه د درك وړ وبلله او ويې ويل، د دغه كار د مخنيوي لپاره د كانديدانو د هر ډول طرحې منلو ته چمتو دى.
اجرائيه رئيس همدارنګه وايي، د جګړې پر دوام د طالبانو د ټينګار له كبله په هېواد كې د سولې ټينګېدو لپاره بنسټيز ګامونه نه دي پورته شوي.
دا په داسې حال كې ده، چې تېره اونۍ د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ شپږم پړاو خبرې پاى ته ورسېدې او دواړو لورو په كې د پرمختګ اعلان وكړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA