ads

پمپيو تر مسكو وړاندې له بروكسله ليدنه كوي

د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو مسكو ته تر سفر وړاندې نن د بلجيم له پايتخت بروكسله ليدنه كوي.

نویسنده: mayar
23 غویی 1398
پمپيو تر مسكو وړاندې له بروكسله ليدنه كوي

د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو مسكو ته تر سفر وړاندې نن د بلجيم له پايتخت بروكسله ليدنه كوي.
په داسې حال كې، چې د متحدو ايالتونو او روسيې ترمنځ كړكېچ دوام لري، پمپيو مسكو ته ځي.
دا روسيې ته د بهرنيو چارو د وزير په توګه د نوموړي لومړى سفر دى.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، پمپيو به مسكو ته له رسېدو وروسته لومړى د امريكا د سفارت له كار كوونكو او په روسيه كې له امريكايي سوداګرو سره وګوري.
د امريكا د بهرنيو چارو وزير به سبا ساحلي ښار سوچي ته لاړ شي او هلته به د روسيې له جمهور رئيس ولاديمير پوتين او د دې هېواد د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره وويني.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت يوه لوړ پوړي چارواكي درې ورځې وړاندې خبريالانو ته وويل، د پمپيو دا سفر د روسيې له چارواكو سره د واشنګټن د تمو شريكولو لپاره يو مناسب فرصت دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA