ads

جمهور رئيس غني له الېس ويلز سره د امريكا جمهور رئيس ته پر لېږل شوي ليك وغږېد

جمهور رئيس محمد اشرف غني د مرکزي او جنوبي اسيا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير له مرستيالې الېس ويلز سره د دغه هېواد جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ته پر لېږل شوي ليك غږېدلى دى.

نویسنده: mayar
23 غویی 1398
جمهور رئيس غني له الېس ويلز سره د امريكا جمهور رئيس ته پر لېږل شوي ليك وغږېد

جمهور رئيس محمد اشرف غني د مرکزي او جنوبي اسيا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير له مرستيالې الېس ويلز سره د دغه هېواد جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ته پر لېږل شوي ليك غږېدلى دى.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې جمهور رئيس غني تېر مازديګر په ارګ كې له مېرمن ويلز سره وكتل.
په خبرپاڼه كې راغلي، په دې کتنه کې دواړو خواوو د ښې حکومتولۍ او ځان بساينې ته د رسېدو په هدف د امريکا ملکي مرستو ته د بيا کتنې په اړه، چې په دې وروستيو کې جمهور رئيس غني په يوه ليک کې جمهور رئيس ټرمپ ته وړانديز کړى و، خبرې وکړې.
د سرچينې په وينا، افغان جمهور رئيس او مېرمن ويلز همدارنګه د افغانستان د سولې پروسې د پرمختګونو، د سولې مشورتي لويې جرګې د بريالي ترسره کېدو او پايلو او په ټاکلي وخت د جمهوري رياست د راتلونكو ټاکنو د ترسره کېدو د ارزښت په تړاو بحث وکړ.
جمهور رئيس غني د ۱۳۹۷يم لمريز كال په سلواغې مياشت كې د يوه ليك په لېږلو سره له جمهور رئيس ټرمپ نه وغوښتل، چې په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو د اوږد مهاله حضور لپاره د هغوى شمېر او لګښتونه را كم كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA