د بغلان امنيتي مسوولين وايي، د دولت وسله والو مخالفينو د دغه ولايت په چشمه شېر سيمه كې د تېلو دوه ټانكرونه سوځولي دي.
د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت كليد ته وويل، د دولت وسله والو مخالفينو نن سهار اووه بجې او ۳۰ دقيقې د تېلو پر يادو ټانكرونو بريد وكړ او بل چا ته په كې زيان وانه وښت.
د نوموړي په خبره، د كابل – مزار شريف لويه لار د ټرافيكو پرمخ خلاصه ده.
خو وسله والو طالبانو ادعا كړې، چې په بغلان كې يې د امنيتي ځواكونو پر اكمالاتي كاروان بريد كړى، چې په ترڅ كې يې د تېلو دوه ټانكرونه له منځه تللي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ