نامعلومو وسله والو د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ د استخباراتو مرستيال سمونمل هارون وژلى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان کليد ته وويل، دا پېښه تېر مازديګر ناوخته شپږ بجې او ۱۵ دقيقې د کامې ولسوالۍ په کنډک سيمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، په پېښه کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
د يادې پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
په دې وروستيو کې په ننګرهار کې يو ځل بيا د ترور پېښې ډېرې شوي، چې عام خلک يې اندېښمن کړي او له ولايتي او امنيتي چارواکو غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې جدي اقدامات ترسره کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ