د پاكستان په بلوچستان ايالت كې پر يوه عصري هوټل د بريد په ترڅ كې د هوټل يو ساتونكى او درې بريد كوونكي وژل شوي دي.
پاكستاني پوليس وايي، وسله والو بريد كوونكو د شنبې په ورځ په ګوادر ښار كې پر پيرل كانټيننټل هوټل بريد وكړ.
دوى زياتوي، بريد كوونكي، چې په سپكو وسلو او لاسي بمونو سمبال وو، دغه هوټل ته د ننوتو په مهال د هغه يو ساتونكى وواژه، خو په هوټل كې موجود ټول مېلمانه وژغورل شول.
د پاكستاني پوليسو په وينا، تر شاوخوا يو ساعته وسله والې جګړې وروسته بريد كوونكي په ياد هوټل كې له پښو وغورځول شول.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم د بلوڅانو بېلتون غوښتونکې ډلې د بريد كوونكو د انځورونو په خپرولو سره پر پيرل كانټيننټل هوټل د بريد مسووليت منلى دى.


