د فارياب په دولت اباد ولسوالۍ كې يوه زوړ سړي د بېوزلۍ له كبله ځانوژنه كړې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند كريم يورش كليد ته وويل، دغه سړي، چې ځان يې ځوړند كړى، هلته يوازې ژوند كاوه او دوه زامن يې د كار لپاره ايران ته تللي دي.
د نوموړي په خبره، د ياد سړي خپلوانو ويلي، چې هغه د بېوزلۍ او بې كسۍ له كبله په ځانوژنې لاس پورې كړى دى.
د يادونې وړ ده، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې هم په تخار كې يوه ۲۴ كلن ځوان د بېوزلۍ او بې كارۍ په سبب ځانوژنه كړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


