ads

محمد عمر داودزى جرمني ته لاړ

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس ځانګړى استازى محمد عمر داودزى د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار جرمني ته لاړ.

نویسنده: mayar
22 غویی 1398
محمد عمر داودزى جرمني ته لاړ

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس ځانګړى استازى محمد عمر داودزى د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار جرمني ته لاړ.
د سولې عالي شورا د خبرپاڼې پر بنسټ، داودزى به د دغه سفر په مهال له جرمني چارواكو سره د افغان سولې بهير د ګړندي كولو او په دې تړاو د نړيوالې اجماع د پراختيا په اړه وغږېږي.
په خبرپاڼه كې راغلي، نوموړى به له جرمني وروسته هند ته لاړ شي او له هندي چارواكو سره به پر افغان سولې خبرې وكړي.
داودزي مخكې ويلي و، چې د افغانستان د سولې لپاره نړيواله اجماع موجوده ده، خو سيمه ييزه اجماع لا نه ده رامنځته شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA