ads

له افغانستانه د امريكايي ځواكونو بې وخته وتل خطرناك وبلل شول

د امريكا د دفاع پخواني وزير رابرټ ګېټس له افغانستانه د امريكايي ځواكونو بې وخته وتل خطرناك بللي دي.

نویسنده: mayar
22 غویی 1398
له افغانستانه د امريكايي ځواكونو بې وخته وتل خطرناك وبلل شول

د امريكا د دفاع پخواني وزير رابرټ ګېټس له افغانستانه د امريكايي ځواكونو بې وخته وتل خطرناك بللي دي.
هغه په خپله تازه مركه كې ويلي، كه په افغان سولې بهير كې يوه باوري هوکړه رامنځته نه شي، نو د امريکايي سرتېرو له وتلو سره سم به طالبان بېرته ځانونه په افغانستان كې واک ته ورسوي.
د ګېټس په وينا، له همدې كبله امريکا ته په کار نه ده، چې د جګړې په کابو کولو او سوله کې بېړه وکړي.
نوموړي زياته كړې، دا سمه ده، چې افغان جګړه د خبرو له لارې حل او په افغانستان كې روان تاوتريخوالى پاى ته ورسول شي، خو دا هم مهمه ده، چې هر ګام په سمه او باوري توګه واخيستل شي.
د امريكا د دفاع ياد پخواني وزير ټينګار کړى، چې د امريکايي ځواکونو له وتلو مخکې بايد وسله والې ډلې په افغان حکومت کې مدغمې شي، دا حکومت پياوړى او په پښو ودرول شي او وروسته دې بيا له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره ګامونه اوچت شي.
امريكا دمګړۍ په افغانستان كې شاوخوا ۱۴ زره سرتېري لري او واشنګټن په دې وروستيو كې اعلان كړى، چې غواړي دغه شمېر ۵۰ فيصده را كم كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA