ads

د فيض اباد ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى ولسوال ونيول شو

د ملي امنيت عمومي رياست د جوزجان د فيض اباد ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال د نيولو خبر وركوي.

نویسنده: mayar
22 غویی 1398
د فيض اباد ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى ولسوال ونيول شو

د ملي امنيت عمومي رياست د جوزجان د فيض اباد ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال د نيولو خبر وركوي.
دې رياست نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې د فيض اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال نوم مولوي عبيدالله ياد كړى او د هغه مستعار نوم يې حنفي ښودلى دى.
سرچينه وايي، مولوي عبيدالله غوښتل د تروريستي فعاليتونو په هدف د جوزجان مركز شبرغان ښار ته داخل شي، چې د ملي امنيت ځانګړو ځواكونو وپېژانده او ويې نيوه.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA