سلګونو تنو پرون د تركيې د استانبول ښار د ښاروالۍ د بياځلي ټاكنو په ضد په لاريون لاس پورې كړ.
لاريون كوونكو ويل، د استانبول ښار د ښاروالۍ د لومړنيو ټاكنو د پايلو باطلېدل په تركيه كې د ډيموكراسۍ د وضعيت په اړه اندېښنې زياتوي.
د تركيې د ټاكنو عالي شورا د روانې مې مياشتې په شپږمه نېټه د يادې ښاروالۍ د ټاكنو پايلې باطلې اعلان كړې او ويې ويل، دا ټاكنې به د راتلونكې جون مياشتې په ۲۳مه نېټه دوباره ترسره شي.
د تركيې د جمهوري غوښتونكو د ګوند كانديد اكرم امام اوغلو، چې د دې ښاروالۍ ټاكنې يې ګټلي، د ټاكنو د پايلو باطلېدل ناروا بللي دي.


