ads

افغان حكومت د امريكا او ايران له كړكېچه د افغانستان پر لرې ساتلو ټينګار وكړ

د هېواد د بهرنيو چارو وزارت امريكا او ايران د افغانستان دوستان بللي او اعلان يې كړى، لازمه ده، چې كابل د دې هېوادونو له كړكېچه لرې وساتل شي.

نویسنده: mayar
22 غویی 1398
افغان حكومت د امريكا او ايران له كړكېچه د افغانستان پر لرې ساتلو ټينګار وكړ

د هېواد د بهرنيو چارو وزارت امريكا او ايران د افغانستان دوستان بللي او اعلان يې كړى، لازمه ده، چې كابل د دې هېوادونو له كړكېچه لرې وساتل شي.
په دې وروستيو كې د واشنګټن او تهران ترمنځ كړكېچ زيات شوى او د امريكا حكومت څلور بم غورځوونكې بي – ۵۲ الوتكې، دوه الوتكې وړونكې بېړۍ او يوه جنګي بېړۍ سيمې ته د ايران د احتمالي ګواښونو د مخنيوي لپاره استولې دي.
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي د دې په څرګندولو سره، چې كابل له واشنګټن او تهران سره دوستانه اړيكې لري، ټينګار كړى، چې د امريكا او ايران ترمنځ ستونزې بايد د خبرو له لارې حل شي.
متحدو ايالتونو اعلان كړى، چې له ايران سره د جګړې غوښتونكي نه دي، خو د اړتيا په صورت كې چمتو دي، چې د خپلو ګټو دفاع وكړي.
د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ هم له ايران سره پوځي مخامختيا نه ده رد كړې، خو ويلي يې دي، هيله من دى، چې دا كار ونه شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA