ads

ارګ: د سولې مركچي پلاوي د لېست جوړولو هڅې دوام لري

ارګ وايي، له طالبانو سره د افغان حكومت د سولې خبرو د مخته وړلو لپاره د مركچي پلاوي د لېست جوړولو هڅې روانې دي او ژر به وروستى شي.

نویسنده: mayar
22 غویی 1398
ارګ: د سولې مركچي پلاوي د لېست جوړولو هڅې دوام لري

ارګ وايي، له طالبانو سره د افغان حكومت د سولې خبرو د مخته وړلو لپاره د مركچي پلاوي د لېست جوړولو هڅې روانې دي او ژر به وروستى شي.
د جمهور رئيس وياند هارون چخانسوري په دې لېست كې د موجوده كسانو د شمېر په اړه د معلوماتو له وركولو پرته ويلي، د ملي يووالي حكومت د مركچي پلاوي لېست به د پخلاينې د رهبرۍ شورا په راتلونكې غونډه كې وروستى شي.
د ده په خبره، د دغه پلاوي په جوړولو كې د سولې مشورتي لويې جرګې د غړو وړانديزونه په پام كې نيول كېږي.
دا په داسې حال كې ده، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني د سولې مشورتي لويې جرګې په وروستۍ ورځ وويل، د سولې خبرو لپاره به يو مذاكراتي ټيم وټاكي، نه يو لښكر.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA