د كورنيو چارو وزارت په كندهار كې ۳۳ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر وركوي.
دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، ملي پوليسو تېره شپه د كندهار په ارغنداب او شاوليکوټ ولسواليو كې عمليات ترسره كړي، چې په ترڅ كې يې ۱۸ طالبان وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه كې راغلي، دا عمليات د هوايي ځواكونو په ملاتړ په خانه ګرداب، شاه تورو او جازي سيمو کې ترسره شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ