په كندوز كې د افغان ګډو امنيتي ځواكونو په عملياتو كې د وسله والو طالبانو له يوه زندانه ۱۰ بنديان خوشې شول.
د ۲۱۷ پامير قول اردو په خبرپاڼه كې راغلي، د ملي اردو ځانګړو او كومانډو ځواكونو د هېواد د هوايي ځواك په ملاتړ د جمعې په ورځ د عملياتو په مهال د چهار درې ولسوالۍ په آقسراى كلي كې د طالبانو يو زندان ويجاړ كړ.
د سرچينې په وينا، د عملياتو په ترڅ كې ۱۰ ملكي وګړي، چې طالبانو بنديان كړي وو، ازاد شول.
خو وسله والو طالبانو ادعا كړې، چې په چهار درې ولسوالۍ كې يې د عملياتو له ترسره كولو وړاندې افغان او امريكايي ځواكونه په نښه كړي او ۱۸ سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ