د جمهور رئيس محمد اشرف غني په امر د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د وروستۍ پېښې د څېړنې په هدف د جنرال محمد قاسم وردګ په مشرۍ د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت د عمومي رياست ګډ امنيتي پلاوى دغه ولايت ته رسېدلى دى.
د ننګرهار د رسنيو دفتر نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، ياد پلاوي د والي شاه محمود مياخېل په مشرۍ د ولايت د نظامي شورا له غړو سره خپله لومړنۍ ناسته وکړه، چې په مهال يې ورسره د پېښې اړوند بشپړ معلومات شريک شول او په راتلونكې كې د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوي لپاره د قضيې پر جدي څېړنې ټينګار وشو.
ټاکل شوې له كابله ننګرهار ته تللى څېړونكى امنيتي پلاوى د چپرهار ولسوالۍ له چارواكو، د زيانمنې شوې سيمې له مخورو، د صفر دوه قطعې له منسوبينو او يو شمېر نورو سره د بېلابېلو ناستو په ترڅ کې خپله څېړنه ترسره او د وروستيو اجراآتو په هدف يې جمهوري رياست ته وړاندې کړي.
د يادولو ده، چې د ملي امنيت ځانګړو ځواكونو تېره اونۍ د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په شېخ قلعه سيمه كې د عملياتو په مهال څلور ښوونكي ووژل او يو بل يې ټپي كړ.