راپورونه وايي، د مديترانې سمندر په اوبو كې د افريقايي توكمه ناقانونه كډوالو د كښتۍ ډوبېدو له كبله لږ تر لږه ۷۰ تنه وژل شوي دي.
ويل كېږي دا كښتۍ، چې په كې سپاره ۱۶ تنه يې د كب نيوونكو له لوري ژغورل شوي، له ليبيا د تونس سواحلو ته روانه وه، چې ډوبه شوه.
د ملګرو ملتونو د كډوالو چارو ادارې بيا په پېښه كې د لږ تر لږه ۶۵ كډوالو وژل كېدل تاييد كړي دي.
ژغورل شوي كسان وايي، د پنجشنبې په ورځ يې ليبيا پرېښوده، خو په لاره كې د اوبو له درنو څپو سره مخ شول.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۱۹م ميلادي كال په لومړيو څلورو مياشتو كې ۱۶۴ پناه غوښتونكو له ليبيا اروپا ته پر لاره خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


