د غزني ولايتي چارواكي وايي، د دغه ولايت په مقر ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو له لوري د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنې نهو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د غزني د والي د وياند محمد عارف نوري په خبره، ياد ماشومان د مقر ولسوالۍ په چمبرانو سيمه كې پر لوبو بوخت وو، چې نن سهار شاوخوا اته بجې او ۳۰ دقيقې د طالبانو لخوا په لاره كې پر ځاى پر ځاى شوي ماين ور برابر شول.
نوري زياتوي، په دې ماين چاودنه كې اووه ماشومان وژل شوي او دوه تنه نور ژوبل دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


