ads

د ولسي جرګې د فرهنګي كمېسيون سلاكاره مينه منګل ووژل شوه

نامعلومو وسله والو په كابل ښار كې د ولسي جرګې د فرهنګي كمېسيون سلاكاره مينه منګل ووژله.

نویسنده: mayar
21 غویی 1398
د ولسي جرګې د فرهنګي كمېسيون سلاكاره مينه منګل ووژل شوه

نامعلومو وسله والو په كابل ښار كې د ولسي جرګې د فرهنګي كمېسيون سلاكاره مينه منګل ووژله.
د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، نوموړې نامعلومو وسله والو نن سهار شاوخوا اووه بجې او ۲۰ دقيقې د كابل ښار د اتمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې ترور كړه.
د رحيمي په خبره، پېښه د پوليسو تر څېړنې لاندې ده.
د مينې منګل د وژنې مسووليت تر دې دمه چا نه دى منلى.
هغې د هېواد په بېلابېلو رسنيو كې د ټلويزيوني خپرونو د چلوونكې په توګه هم دنده ترسره كړې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA