ads

د امريكا د بهرنيو چارو وزير روسيې ته ځي

ټاكل شوې د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو روانه اونۍ روسيې ته لاړ شي او هلته د دې هېواد له جمهور رئيس ولاديمير پوتين سره خبرې وكړي.

نویسنده: mayar
21 غویی 1398
د امريكا د بهرنيو چارو وزير روسيې ته ځي

ټاكل شوې د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو روانه اونۍ روسيې ته لاړ شي او هلته د دې هېواد له جمهور رئيس ولاديمير پوتين سره خبرې وكړي.
د راپورونو له مخې، پمپيو به له پوتين سره د وسلو پر کنټرول، شمالي کوريا، اوکراين او وينزويلا وغږېږي.
دا روسيې ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په توګه د پمپيو لومړى رسمي سفر دى.
سپينه ماڼۍ هڅه کوي له پوتين سره د امريکا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د بيا کتنې زمينه هم برابره کړي.
د امريكا او روسيې جمهور رئيسان شاوخوا يوه اونۍ وړاندې د اوږدو ټيليفوني خبرو په مهال پر بېلابېلو مسايلو وغږېدل او ټرمپ دا ټيليفوني خبرې ډېرې ګټورې وبللې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA