ads

تركيه ښايي د روسيې د اېس – ۴۰۰ هوايي دفاع سيسټم له پېرودلو تېره شي

ځينو سرچينو اعلان كړى، چې تركيه د روسيې د اېس – ۴۰۰ هوايي دفاع سيسټم له پېرودلو تېرېږي.

نویسنده: mayar
21 غویی 1398
تركيه ښايي د روسيې د اېس – ۴۰۰ هوايي دفاع سيسټم له پېرودلو تېره شي

ځينو سرچينو اعلان كړى، چې تركيه د روسيې د اېس – ۴۰۰ هوايي دفاع سيسټم له پېرودلو تېرېږي.
د جرمني بېلډ ورځپاڼې دا خبر په انقره كې د ډيپلوماټانو له قوله خپور كړى او ويلي يې دي، دغه تصميم د تركيې او امريكا ترمنځ د وروستي كړكېچ له كبله نيول شوى دى.
د سرچينې په وينا، هغو فشارونو ته په پام، چې اوسمهال د تركيې اقتصاد ورسره مخ دى او د ياد سيسټم د پېرودلو په خاطر پر انقرې د واشنګټن د احتمالي بنديزونو له كبله ښايي تركيه له دې اقدامه لاس واخلي.
دا په داسې حال كې ده، چې امريكا د روسيې د اېس – ۴۰۰ هوايي دفاع سيسټم د اخيستلو لپاره د انقرې پر تصميم نيوكه كړې او په غبرګون كې يې تركيې ته د اېف – ۳۵ جنګي الوتكو د اړتيا وړ تجهيزاتو صادرات درولي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA