د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ افغان امنيتي ځواكونو ته د ځانګړو شوو پيسو يوه برخه له مكسيكو سره پر پوله د دېوال پر جوړولو لګوي.
د امريکا د دفاع وزارت د دغه دېوال د جوړولو لپاره يو اعشاريه پنځه ميليارد ډالري بوديجه تصويب کړه، چې د دې وزارت په وينا، له بېلابېلو سرچينو برابره شوې ده.
يوه امريكايي چارواكي د نوم نه ښودلو په شرط رويټرز خبري اژانس ته ويلي، د يادې بوديجې د تمويل لپاره ۶۰۴ ميليون ډالره له هغو پيسو اخيستل شوي، چې د افغانستان امنيتي ځواکونو ته ځانګړې شوې وې.
بايد وويل شي، چې له ترهګرۍ او د دولت له وسله والو مخالفينو سره د مبارزې لپاره افغان امنيتي ځواكونه د امريكا مالي مرستې ته اړتيا لري او د جمهور رئيس محمد اشرف غني په خبره، د دغې مرستې د بندېدو په صورت كې به د افغانستان امنيتي ځواکونه له شپږو مياشتو زيات دوام ونه كړي.


