ads

ابراهيمي: د كابل د ولسي جرګې ټاكنو پر وروستيو پايلو كار روان دى

څه باندې درې اونۍ وړاندې د كابل د استازو له حضور پرته د جمهور رئيس محمد اشرف غني لخوا د ملي شورا د ۱۷مې تقنيني دورې تر پرانيستلو وروسته د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، د كابل د ولسي جرګې ټاكنو پر وروستيو پايلو كار روان دى.

نویسنده: mayar
21 غویی 1398

د دغه كمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي نن كليد ته وويل، د يادې حوزې د پايلو فورمونو د تطبيق پروسې له بشپړولو وروسته به ژر تر ژره د كابل د ولسي جرګې ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان شي.
دا په داسې حال كې ده، چې نن د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاكنې د كابل د ولسي جرګې ټاكنو په لومړنيو پايلو كې د بريالي شوو كانديدانو د اعتراض او د هغوى له لوري د ملي شورا د دروازو بندولو له كبله ونه شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA