ads

په بادغيس كې شاوخوا ۲۷ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ولسي جرګه كې د بادغيس د خلكو استازى ضياء اكبرزى وايي، د دغه ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو په بريد كې شاوخوا ۲۷ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
20 غویی 1398
په بادغيس كې شاوخوا ۲۷ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ولسي جرګه كې د بادغيس د خلكو استازى ضياء اكبرزى وايي، د دغه ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو په بريد كې شاوخوا ۲۷ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه كليد ته وويل، دا بريد تېره شپه شوى، چې په ترڅ كې يې د طالبانو په لاس د ملي اردو او ځانګړو ځواكونو دوه امنيتي پوستې سقوط شوي او د جګړې په مهال شاوخوا ۱۶ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان دي.
اكبرزي زياته كړه، په دې جګړه كې، چې د نن سهار تر دوو بجو روانه وه، پنځه طالبان هم وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو بيا ادعا كړې، چې په ياده جګړه كې يې ۲۰ افغان كومانډو سرتېري وژلي، ۱۲ تنه نور يې ژوبل كړي او يوه اندازه وسلې او مهمات يې ترلاسه كړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA