ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د كابل په وخت نن ماسپښين دوه بجې او ۳۰ دقيقې د سكاټلنډ په پايتخت ايدينبورګ كې د دې هېواد د كركټ له ملي لوبډلې سره يو ورځنۍ لوبه پيل كړي.
دا لوبه د روان ميلادي كال د نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي په هدف ترسره كېږي.
د كركټ دغو دوو ملي لوبډلو وړمه ورځ هم لوبه لرله، خو د باران ورېدو له کبله لغوه شوه.
افغان لوبډله د سکاټلنډ ترڅنګ د روانې مې مياشتې په ۱۹مه او ۲۱مه نېټه د ايرلنډ له لوبډلې سره لوبې لري او د نړيوال جام تر سياليو مخکې به د پاکستان او انګلستان له لوبډلو سره هم لوبې وکړي.
د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام سيالۍ د روانې ميلادي مياشتې په ۳۰مه نېټه پيلېږي.
دا سيالۍ به د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ په انګلستان او وېلز کې د راتلونكې جولاى مياشتې تر ۱۴مې نېټې دوام وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ