ads

په عراق كې ځانمرګي بريد لږ تر لږه اته تنه ووژل

د عراق امنيتي چارواكي د دغه هېواد د پايتخت بغداد په صدر ښارګوټي كې د ځانمرګي بريد له كبله د لږ تر لږه اتو تنو د وژل كېدو او ۱۵ نورو د ټپي كېدو خبر وركوي.

نویسنده: mayar
20 غویی 1398
په عراق كې ځانمرګي بريد لږ تر لږه اته تنه ووژل

د عراق امنيتي چارواكي د دغه هېواد د پايتخت بغداد په صدر ښارګوټي كې د ځانمرګي بريد له كبله د لږ تر لږه اتو تنو د وژل كېدو او ۱۵ نورو د ټپي كېدو خبر وركوي.
دوى وايي، ځانمرګي بريد كوونكي خپل له چاودېدونكو توكو ډك كمربند ته د جميله په نوم د صدر ښارګوټي له ګڼې ګوڼې په ډك بازار كې چاودنه وركړه.
دا بريد تېره شپه شاوخوا نهه بجې داسې مهال شوى، چې خلك له روژه ماتي وروسته سړكونو ته را وتلي وو.
د بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخيستى دى.
د عراق د پايتخت بغداد امنيتي حالت له څو كلونو وروسته ښه شوى، خو بيا هم په كې كله ناكله خونړي تروريستي بريدونه كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA