ads

په دايكندي كې د ملكي وګړو پر موټر د ماين چاودنه شوې

د دايكندي په ناومېش ولسوالۍ كې ماين چاودنې نهو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ناومېش ولسوال بال خان وايي، د ملكي وګړو يو فلاينكوچ موټر كندهار ته روان و، چې نن سهار د دې ولسوالۍ په مشترك بازار كې د سړك غاړې پر ماين ور برابر شو.

نویسنده: mayar
20 غویی 1398

نوموړى زياتوي، په دغه ماين چاودنه كې پنځه ملكي وګړي وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
د بال خان په خبره، دا ماين د وسله والو طالبانو لخوا ځاى پر ځاى شوى و.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د يادې ادعا په اړه څه نه دي ويلي او نه هم كومې بلې وسلې ډلې د دغې ماين اېښودنې مسووليت منلى دى.
دا په داسې حال كې ده، چې تېره شپه د دايكندي د ناومېش ولسوالۍ په مشترك بازار كې له طالبانو سره د نښتې په ترڅ كې يو امنيتي سرتېرى ژوبل شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA