د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا اعلان وكړ، كه ايراني چارواكي اړيكه ونيسي، ورسره مذاكراتو ته چمتو دى.
هغه پرون په سپينه ماڼۍ كې د وينا په مهال كه څه هم د امريكا او ايران ترمنځ د جګړې احتمال رد نه كړ، خو ويې ويل، هيله من دى، چې دا جګړه ونه شي.
ټرمپ منځني ختيځ ته د امريكا د الوتكو لېږدوونكې استول شوې بېړۍ ته په اشارې زياته كړه، دا بېړۍ چمتو ده، خو واشنګټن نه غواړي د يوه كار ترسره كولو ته اړ شي.
د امريكا جمهور رئيس د دې هېواد د بهرنيو چارو پخوانى وزير جان كېري تورن كړ، چې له ايران سره يې د ده د اړيكې مخنيوى كړى او بايد تر عدلي او قضايي تعقيب لاندې ونيول شي.
خو جان كېري د ټرمپ د يادو څرګندونو په غبرګون كې ويلي، د امريكا جمهور رئيس په تېروتنه كې دى.


