ads

له هنګري د افغان كډوالو ايستنه وغندل شوه

د ملګرو ملتونو د كډوالو چارو ادارې له هنګري د افغان كډوالو ايستل غندلي او هغه يې له نړيوالو او د اروپايي اتحاديې له قوانينو ښكاره سرغړونه بللې ده.

نویسنده: mayar
20 غویی 1398
له هنګري د افغان كډوالو ايستنه وغندل شوه

د ملګرو ملتونو د كډوالو چارو ادارې له هنګري د افغان كډوالو ايستل غندلي او هغه يې له نړيوالو او د اروپايي اتحاديې له قوانينو ښكاره سرغړونه بللې ده.
د هنګري حكومت ۱۱ افغان كډوال د پناه غوښتنې تر ردولو وروسته اړ كړي، چې سربيا ته لاړ شي.
د دې هېواد د پناه غوښتنې او كډوالۍ ادارې ويلي، د هنګري د قانون پر بنسټ د افغانستان امنيتي حالت ښه دى، نو ځكه د يادو افغان پناه غوښتونكو غوښتنې رد شوې دي.
په همدې حال كې د دغو افغانانو مدافع وكيلان وايي، د هغوى له ډلې د پنځو تنو ايستل، چې د يوې كورنۍ غړي دي، په موقته توګه ځنډول شوي دي.
دا كار له اروپايي محكمې د هنګري د بشري حقونو د يوې ډلې د بياځلي نظر غوښتنې په ترڅ كې شوى دى.
دا په داسې حال كې ده، چې هر كال ګڼ شمېر افغانان د بېوزلۍ، بې كارۍ او ناامنۍ له كبله بهرنيو هېوادونو ته پناه وړي، چې ډېرى يې د كډوالو په كمپونو كې بې برخليكه په بد حالت كې ساتل كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA