جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د پايتخت په توګه به کابل ښار د هر اړخيزو امکاناتو لرونکى وي او جوماتونه به يې داسې جوړ شي، چې راتلونکي نسلونه پرې ووياړي.
نوموړي دا څرګندونې نن له بيارغونې وروسته د عيدګاه جومات د پرانيستې په مراسمو كې وكړې.
جمهور رئيس غني له ټولو انجنيرانو وغوښتل، د سيالۍ په توګه دې د جوماتونو داسې نقشې ترتيب او وړاندې کړي، چې د استحکام ترڅنګ د افغانانو د لوى تمدن ښکلا ولري او استازيتوب يې وکړي.
هغه همدارنګه له ديني عالمانو وغوښتل، چې خلك د جوماتونو ساتنې او پالنې ته وهڅوي او د حج، ارشاد او اوقافو وزارت ته يې د عيدګاه جومات د لا ښې پالنې لپاره د تشکيل د وړانديز لارښوونه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د عيدګاه جومات د بيارغونې چارې د شاوخوا ۱۰۰ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


