ads

عبدالله په كابل كې د اسټراليا له سفيرې سره وكتل

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس او په كابل كې د اسټراليا سفيرې په افغانستان كې د سولې پر ټينګښت او له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټينګار وكړ.

نویسنده: mayar
20 غویی 1398
عبدالله په كابل كې د اسټراليا له سفيرې سره وكتل

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس او په كابل كې د اسټراليا سفيرې په افغانستان كې د سولې پر ټينګښت او له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټينګار وكړ.
اجرائيه رياست په يوه خبرپاڼه كې ويلي، عبدالله عبدالله تېره ورځ له غرمې وروسته له نيكولا ګورډن سميت سره په سپېدار ماڼۍ كې وليدل.
په دې ليدنه كې دواړه خواوې د افغانستان او اسټراليا ترمنځ د دوه اړخيزو همكاريو او اړيكو، د جمهوري رياست راتلونكو ټاكنو، د سولې مذاكراتو او د وروستيو سياسي او امنيتي بدلونونو په اړه وغږېدې.
اوسمهال په افغانستان كې څه باندې ۳۰۰ اسټراليايي سرتېري مېشت او د افغان ځواكونو پر روزنې بوخت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA