د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ د مذاكراتو شپږم پړاو پاى ته ورسېد

د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ د مذاكراتو شپږم پړاو تېر مازديګر پاى ته ورسېد.
د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له لوري كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، په دغه پړاو کې په تېرو مذاکراتو کې پر ترتيب شوې مسودې بحث وشو، په ځينو برخو کې پرمختګ شوى او ځينې برخې يې لا پاتې دي.