د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ د مذاكراتو شپږم پړاو تېر مازديګر پاى ته ورسېد.
د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له لوري كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، په دغه پړاو کې په تېرو مذاکراتو کې پر ترتيب شوې مسودې بحث وشو، په ځينو برخو کې پرمختګ شوى او ځينې برخې يې لا پاتې دي.
په خبرپاڼه كې ويل شوي، په راتلونکو مذاکراتي غونډو کې به پر پاتې مواردو بحثونه وشي.
سرچينې د مذاکراتو شپږم پړاو په مجموع کې مثبت بللى دى.
د سرچينې په وينا، له دې وروسته به دواړه خواوې د اړوندو موضوعاتو او پرمختګونو په اړه غور او مشورې کوي او راتلونکي پړاو مذاكراتو ته به چمتووالى نيسي.
بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د ياد پړاو مذاكراتو په تړاو پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، دوى په افغانستان کې د جگړې ختمولو لپاره د چوکاټ د ټاکلو په وړاندې ورو، خو سم پرمختگ کړى دی.
نوموړى د امريكا او طالبانو د استازو ترمنځ د مذاكراتي بهير پر چټكتيا ټينګار كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


