ايران په يوه اونۍ كې نېږدې ۸۰۰۰ افغان كډوال له خپلې خاورې په جبري توګه ايستلي دي.
د كډوالۍ نړيوال سازمان په خپل اونيز راپور كې، چې د پنجشنبې په ورځ يې خپور كړى ويلي، تر تېرې شنبې په يوه اونۍ كې له ايرانه نېږدې ۱۳۰۰۰ افغان كډوال خپل هېواد ته ستانه شوي، چې له جملې يې ۷۹۹۰ تنه اخراج شوي دي.
په راپور كې راغلي، د روان ميلادي كال له پيله تر تېرې شنبې له ايرانه ۷۰۴۷۰ افغان كډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته تللي او ۸۶۷۸۲ تنه نور په زور ايستل شوي دي.
د سرچينې په وينا، په ۲۰۱۹م ميلادي كال كې ۸۸۲۰ افغانان په داوطلبانه توګه له پاكستانه افغانستان ته راغلي او ۱۸۹۱ تنه نور ايستل شوي دي.
د كډوالۍ نړيوال سازمان د شمېرو له مخې، له اروپايي هېوادونو هم سږ كال ۶۴۳ افغان كډوال خپل هېواد ته ستانه شوي، چې له جملې يې ۳۰۷ تنو په خپله خوښه او ۳۳۶ تنو نورو په جبري توګه بهرني هېوادونه پرېښي دي.


