ads

ډنفورډ په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په اوږدمهاله پاتې کېدو ټينګار وکړ

د امریکايي ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ وایي، تر هغې چې په افغانستان کې یاغیګري په بشپړه توګه نه وي ختمه شوې، اړتیا ده چې په دې هېواد کې امريکايي سرتېري پاتې شي.

نویسنده: mayar
19 غویی 1398
ډنفورډ په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په اوږدمهاله پاتې کېدو ټينګار وکړ

د امریکايي ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ وایي، تر هغې چې په افغانستان کې یاغیګري په بشپړه توګه نه وي ختمه شوې، اړتیا ده چې په دې هېواد کې امريکايي سرتېري پاتې شي.
ډنفورډ د کانګریس يوې غونډه ته ويلي، فکر تر هغې چې په افغانستان کې ياغيګري روانه وي دوی هلته خپلو سرتېرو ته اړتيا لري.
ډنفورډ داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په قطر کې د امريکايي او طالب استازو تر منځ خبرې روانې دي او د وسله والو طالبانو يو مهم او اساسي شرط له افغانستان د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل او يا هغه يو لنډمهالی مهالوېش ټاکل دي.
له بل لوري ځينو طالب او امريکايي چارواکو دا خبره کړې چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو او دا چې افغانستان به د ترهګرۍ په ځاله نه بدلېږي مخکې له مخکې پرې موافقه شوې ده.
خو له بل لوري د ډنفورډ څرګندويي ښيي چې ښايي امريکا په افغانستان کې د اوږدمهال پاتې کېدو لپاره هم پلانونه ولري او د دې حضور لپاره اړه ده چې دلته وسله وال فعاليتونه هم دوام وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA