د وينزويلا د حکومت مخالف مشر خوان ګوايدو وايي، مرستيال يې د امنيتي ځواکونو له لوري د يوې چاپې په ترڅ کې نيول شوی دی.
د ګوايدو په خبره، زامبرانو غوښتل له خپل موټر ښکته شي چې د دوو امنيتي ټانکونو له لوري محاصره شو او ونيول شو.
دا په داسې حال کې ده چې خوان ګوايدو په دغه هېواد کې خپل ځان لنډمهالی جمهور رييس اعلان کړی دی. امريکا، اروپايي هېوادونه او د وينزويلا يو شمېر ګاونډي هېوادونه د خوان ګوايدو ملاتړ کوي خو د روسيې په څېر يو شمېر هېوادونه بيا له واکمن نيکولاس مادورو ملاتړ کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


