ads

د کاونټر پارټ موسسې پر ودانۍ په پروني بريد کې ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل ښار د لسمې امنيتي حوزې اړوند شهر نو سيمه کې پرون د کاونټر پارټ موسسې پر ودانۍ په بريد کې ۵ تنه وژل شوي او ۲۴نور ټپيان شوي دي.

نویسنده: mayar
19 غویی 1398
د کاونټر پارټ موسسې پر ودانۍ په پروني بريد کې ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل ښار د لسمې امنيتي حوزې اړوند شهر نو سيمه کې پرون د کاونټر پارټ موسسې پر ودانۍ په بريد کې ۵ تنه وژل شوي او ۲۴نور ټپيان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د پېښې په سيمه کې خبريالانو ته وويل، دغه وسله وال بريد پرون له غرمې مخکې په ۱۱ بجو او ۴۰ دقيقو د کاونټرپارټ دفتر مخې ته په يوې درنې چاودنې سره پیل شو او له هغه وروسته وسله وال بريدکوونکي ودانۍ ته دننه شول او د ماښام تر ۶ بجو يې له افغان ځواکونو سره جګړه وکړه.
د رحيمي په خبره، په دې بريد کې د ځانګړي ځواک د يوه سرتېري او يوې ښځې په ګډون ۵ تنه وژل شوي، د يوه بهرني تبعه په ګډون ۲۴ نور ټپيان دي او ځانګړي ځواکونه توانېدلي د دې دفتر ۲۰۰ کارکوونکي د وسله والو له منګولو وژغوري.
رحيمي زياتوي، د بريدکوونکو شمېر پنځه تنه و چې لومړي هغه يې په لومړيو کې ځان ته چاودنه ورکړه او څلورو نورو له افغان ځواکونو سره د ماښام تر شپږو بجو جګړه وکړه.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت منلی او ادعا يې کړې چې کاونټر پارټ موسسې له افغان او بهرنيو ځواکونو سره د روزنې او پلان جوړولو په برخه کې مرسته کوله.
دغه بريد د جمهور رييس غني، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ يوناما، بښنې نړيوال سازمان او په کابل کې د امريکا د سفير له لوري په کلکو ټکو غندل شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA