ads

ايران له دغه هېواده د ټولو افغان کډوالو د ايستلو خبرداری ورکړ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، د امریکا د بندیزونو له کبله د ایران په عوایدو کې د روان کمښت په دوام سره ښايي تهران له افغان کډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو غوښتنه وکړي.

نویسنده: mayar
19 غویی 1398
ايران له دغه هېواده د ټولو افغان کډوالو د ايستلو خبرداری ورکړ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، د امریکا د بندیزونو له کبله د ایران په عوایدو کې د روان کمښت په دوام سره ښايي تهران له افغان کډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو غوښتنه وکړي.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي ویلي، اوسمهال په ایران کې څه باندې درې میلیونه افغان کډوال دي چې دوه مېلیونه یې په کار بوخت دي او هر کال له درې تر پنځو میلیاردو یورو له ایران بهر ته وځي.
عراقچي زیاتوي، اوس چې ۴۶۸ زره افغان زدکوونکي په ایراني ښوونځیو کې وړیا درس وايي؛ حال دا چې هر یو یې ۶۰۰ یورو کلنی لګښت لري. ۲۳ زره افغان محصلین په ایراني پوهنتونونو کې پر زدکړو بوخت دي چې هر یو یې ۱۵ زره کلنی لګښت لري.
د دغه ایراني چارواکي په وینا، په کور د ننه بې ځایه شوي اته میلیارده ډالر لګښت لري. که بندیزونه دوام وکړي او زموږ د تېلو پېر او پلور صفر ته ورسېږي، ایران مجبور دی د خپل اقتصاد لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي.
ایران وايي، په دې صورت کې دوی اړ دي چې له افغان کډوالو وغواړي چې له ایرانه ووځي.
د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي دا هم ویلي چې له بشري اړخه دوی نه غواړي داسې کار دې وشي، خو که اړ شي چې داسې کېږي نو مسؤولیت به یې د امریکا پر غاړه وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA