په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي ویلي ډېره هڅه روانه ده چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل شي او طالبانو دغه مذاکراتو ته تیاری ښودلی دی.
نیکولاس کې ویلي، ښایي په روژه کې بین الافغاني مذاکرات پيل شي او د ټولو خواوو ټینګار پر همدې ډول مذاکراتو دی.
هغه هیله څرګنده کړې چې د جمهوري رياست تر راتلونکو ټاکنو مخکې باید د سولې په اړه روان مذاکرات پایله ولري او په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.
نیکولاس کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې ناټو په افغانستان کې د سولې د راتګ او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د هر ډول خبرو ملاتړې ده او په دې برخه کې همکاري کوي.
دده په خبره په وروستیو مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګونه شوي او هیلې ډېرې شوې دي.


