هند د افغانستان د پرمختګ او ولسواکۍ ساتلو په برخه کې له امریکا سره ژمنې کړې دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، هند ته یې سفر له لاس ته راوړنو ډک و.
دده په خبره له هندي چارواکو سره یې پر مهمو مسایلو خبرې کړې دي او دوی ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې او امنیت په برخه کې به خپلې هڅې نه سپموي.
د خلیلزاد په خبره د افغانستان ثبات په سیمه کې د سوداګریزې او اقتصادي پراختیا لپاره کیلي ده او ټول اړخونه باید دا مسئله درک کړي.
دده په خبره د سیمې هېوادونه دې د خپلو پرمختګونو لپاره د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ وکړي او دا به په دې اړه د نړیوالې اجماع د پیاوړتیا سبب شي.
خلیلزاد ویلي هند ورسره ژمنه کړې چې د افغان سولې په اړه به په سیمه کې له مهمو اړخونو سره خپلو بحثونو ته ادامه ورکوي.


