ads

پوليسو په هرات كې د دوو چاودنو مخه ونيوله

د هرات پوليسو د دې ولايت په اوبې ولسوالۍ كې د دوو چاودنو مخنيوى وكړ.

نویسنده: mayar
17 غویی 1398
پوليسو په هرات كې د دوو چاودنو مخه ونيوله

د هرات پوليسو د دې ولايت په اوبې ولسوالۍ كې د دوو چاودنو مخنيوى وكړ.
د كورنيو چارو وزارت لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، ترهګرو د اوبې ولسوالۍ په مربوطاتو كې د امنيتي ځواكونو او ملكي وګړو د په نښه كولو په هدف دوه ۱۰ او ۲۰ ليټري بوشكه يي ماينونه ځاى پر ځاى كړي وو، چې د يادې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ د پوليسو له لوري كشف شول او د ملي اردو د انجنيرۍ ټيم په همكارۍ چاودنې وركړل شوې.
د كورنيو چارو وزارت د يوې بلې خبرپاڼې له مخې، د هرات د ګذرې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ پوليسو د دې ولسوالۍ په مربوطاتو كې د ګزمې په مهال يو وسله وال طالب نيولى دى.
د سرچينې په وينا، له نيول شوي كس څخه دوه ميله كلاشينكوفونه او يو عراده موټر سايكل ترلاسه شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA