ads

په تخار كې د دولت د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواكونو ترمنځ جګړه شوې

په تخار كې د دولت د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواكونو ترمنځ د جګړې له كبله دواړو خواوو ته تلفات اوښتي دي.

نویسنده: mayar
17 غویی 1398
په تخار كې د دولت د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواكونو ترمنځ جګړه شوې
Afghan Local Police (ALP) personnel jump from their vehicle as they patrol in Nor Gal district Kunar province. The Afghan government welcomed President Barack Obama's announcement that the United States will withdraw 34,000 troops from the war-torn country over the next year. NATO, which has about 37,000 troops in Afghanistan, will also withdraw them in stages before the end of 2014. (Noorullah Shirzada/Getty Images)

په تخار كې د دولت د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواكونو ترمنځ د جګړې له كبله دواړو خواوو ته تلفات اوښتي دي.
د دغه ولايت د والي وياند محمد جواد هجري كليد ته وويل، دا جګړه تېره شپه د درقد – خواجه بهاوالدين لارې په اوږدو كې وشوه، چې په ترڅ كې يې اته ولسي پاڅون كوونكي او سيمه ييز پوليس ووژل شول.
ده د كره شمېر له وړاندې كولو پرته زياته كړه، په دې جګړه كې د دولت وسله والو مخالفينو ته هم درانه تلفات رسېدلي دي.
خو وسله والو طالبانو ادعا كړې، چې د تخار په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ كې يې پر يوې امنيتي پوستې د بريد په مهال شپږ افغان سرتېري وژلي دي.
سرچينه وايي، په ياد ولايت كې يې پر يوې بلې امنيتي پوستې د بريد په ترڅ كې څلور پوليس ووژل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA