پمپيو د سعودي عربستان له وليعهد سره ټيليفوني خبرې وكړې

د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره ټيليفوني خبرې كړې دي.
د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس واس د راپور پر بنسټ، پمپيو او بن سلمان پر دوه اړخيزو اړيكو وغږېدل.