د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره ټيليفوني خبرې كړې دي.
د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس واس د راپور پر بنسټ، پمپيو او بن سلمان پر دوه اړخيزو اړيكو وغږېدل.
سرچينه وايي، دواړو لوريو د سيمې او نړۍ پر وروستيو بدلونونو هم بحث وكړ.
د يادو ټيليفوني خبرو په تړاو زيات جزيات نه دي خپاره شوي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزير او د سعودي عربستان وليعهد په داسې حال كې ټيليفوني خبرې كړي، چې د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن په منځني ختيځ کې د متحدو ايالتونو د مرکزي قوماندانۍ ځواکونو ته د يوې الوتکې لېږدوونکې بېړۍ او څو نورو جنگي کښتيو د استولو خبر ورکړی دی.
بولټن ويلي، د امريکا حکومت دا بېړۍ په سيمه کې د ايران د وروستيو گواښونو په غبرگون کې استولې ده.


