د رويټرز خبري اژانس دوه خبريالان، چې په ميانمار كې د روهينګيا مسلمانانو د قتل عام په اړه تر راپور جوړولو وروسته زنداني شوي وو، نن خوشې شول.
يو وا لون او يو كياو سوى وو، چې د بند څه باندې ۵۰۰ ورځې يې تېرې كړي، د ميانمار د جمهوري رياست د بښنې فرمان له مخې د دغه هېواد له اينسين زندانه ازاد شول.
دا دوه خبريالان د ۲۰۱۷م ميلادي كال د ډسمبر مياشتې په ۱۲مه نېټه د راخين ايالت پټو دولتي اسنادو ته د لاسرسي په تور ونيول شول او د ۲۰۱۸م ميلادي كال په سپټمبر مياشت كې يوې محكمې په اووه كاله بند محكوم كړل.


