ads

مشرانو جرګه راتلونكې اونۍ امنيتي مسوولين استجوابوي

د سولې له خبرو سره هممهاله په هېواد كې جګړو هم زور اخيستى، چې دغه وضعيت د عامو خلكو ترڅنګ د مشرانو جرګې غړي هم اندېښمن كړي او بالاخره يې تصميم ونيوه، چې راتلونكې اونۍ امنيتي مسوولين خپلې استجوابيه غونډې ته ور وغواړي.

نویسنده: mayar
17 غویی 1398

د مشرانو جرګې يو شمېر غړو نن د هېواد په بېلابېلو ولايتونو كې امنيتي وضعيت او د دولت د وسله والو مخالفينو بريدونه اندېښمنوونكي وبلل او د امنيتي مسوولينو د استجواب غوښتنه يې وكړه.
له دې اندېښنو وروسته د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار د سناتورانو په تاييد سره وويل، امنيتي مسوولين بايد د خپلو پروګرامونو او عملياتو په اړه دوى ته معلومات وركړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د پسرلي له پيل سره سم دواړو لورو خپل پسرلني عمليات اعلان كړل او په هېواد كې جګړو زور واخيست، چې په كې پر دواړو خواوو سربېره ملكي وګړو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA