ads

د امريكا او روسيې د بهرنيو چارو وزيرانو خبرې ګټورې وبلل شوې

د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو وايي، د وينزويلا او نورو مسايلو په اړه يې له خپل روسي سيال سرګي لاوروف سره ښې خبرې درلودې.
لاوروف هم له پمپيو سره خپلې خبرې ګټورې بللې دي.

نویسنده: mayar
17 غویی 1398
د امريكا او روسيې د بهرنيو چارو وزيرانو خبرې ګټورې وبلل شوې

د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو وايي، د وينزويلا او نورو مسايلو په اړه يې له خپل روسي سيال سرګي لاوروف سره ښې خبرې درلودې.
لاوروف هم له پمپيو سره خپلې خبرې ګټورې بللې دي.
دوى د دوشنبې په ورځ په فنلنډ كې سره وكتل.
تر دې ليدنې يوه ورځ وړاندې پمپيو له روسيې وغوښتل، چې له وينزويلا ووځي.
د وينزويلا د بحران له كبله د مسكو او واشنګټن اړيكې ترينګلې شوې دي.
امريكا په دغه هېواد كې د اپوزيسيون د مشر خوان ګوايدو او روسيه بيا د موقت جمهور رئيس نيكولاس مادورو ملاتړ كوي.
واشنګټن ګوايدو د وينزويلا مشروع رهبر بولي.
اخوا مسكو مادورو ته د وفادارو ځواكونو لپاره پوځي سلاكاران ياد هېواد ته لېږلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA