ads

د افغانستان او سكاټلنډ د كركټ ملي لوبډلې سبا يو ورځنۍ لوبه كوي

د افغانستان د كركټ ملي لوبډله سبا په سكاټلنډ كې د دې هېواد د كركټ له ملي لوبډلې سره د دوو نړيوالو يو ورځنيو سياليو لومړۍ لوبه ترسره كوي.

نویسنده: mayar
17 غویی 1398
د افغانستان او سكاټلنډ د كركټ ملي لوبډلې سبا يو ورځنۍ لوبه كوي

د افغانستان د كركټ ملي لوبډله سبا په سكاټلنډ كې د دې هېواد د كركټ له ملي لوبډلې سره د دوو نړيوالو يو ورځنيو سياليو لومړۍ لوبه ترسره كوي.
د افغانستان د كركټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، افغان لوبغاړي اوس مهال د سكاټلنډ په وړاندې د دغو لوبو د ترسره كولو لپاره پر تمرينونو بوخت دي.
د افغانستان او سكاټلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ به دوهمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د روانې مې مياشتې په لسمه نېټه ترسره شي.
دا په داسې حال كې ده، چې ټاكل شوې د روان ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام لوبې د مې مياشتې له ۳۰مې د جولاى تر ۱۴مې نېټې د انګلستان او وېلز په کوربه ‌توب د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA