د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د هند د بهرنيو چارو له وزيرې سوشما سواراج سره وكتل.
خليلزاد د قطر په پايتخت دوحه كې له طالب استازو سره د مذاكراتو له يو ورځنۍ وقفې په ګټې اخيستنې د دوشنبې په ورځ هند ته سفر وكړ.
د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند رويش كومار پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، خليلزاد د دغه سفر په مهال له مېرمن سواراج سره وليدل او دواړه خواوې د افغانستان په سولې بهير او پرمختګ كې د سيمه ييزو شريكانو پر رول وغږېدې.
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى د روژې مباركې مياشتې په خاطر له يو ورځنۍ وقفې وروسته د قطر په پايتخت دوحه كې نن د طالبانو له استازو سره بېرته خپلو خبرو ته دوام وركوي.


