د فراه د ولايتي شورا مرستيال شاه محمود نعيمي وايي، په دغه ولايت كې پر يوې امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو په بريد كې د ملي اردو سرتېرو ته درانه تلفات اوښتي دي.
هغه كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د ګلستان ولسوالۍ په توت او چكاو سيمه كې د ملي اردو ځواكونو پر پوستې بريد وكړ، چې د جګړې په مهال ۲۵ امنيتي سرتېري ووژل شول.
غوښتل مو د فراه د ولايتي او امنيتي مسوولينو نظر هم ولرو، خو هغوى په دې تړاو خبرو كولو ته حاضر نه شول.
وسله والو طالبانو هم ادعا كړې، چې په فراه كې يې ۲۵ افغان سرتېري وژلي او دوه تنه نور يې نيولي دي.